په چاد کې د مالدارنو او بزګرانو ترمنخه په نښته کې ۳۵ تنه وژل شوي دي
د منځني افریقا هیواد چاد په سویل کې د کوچي مالدارانو او بزګرانو ترمنځه د هلبندونو پر سر په رامنځته شوې نښته کې لږ تر لږه ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1585800
د چاد هیواد د سالامات د سیمې چارواکي مارا ماد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د دواړو خواوو ترمنځه د هلبندونو پر سر په رامنځته شوې جګړه کې د یو تن عسکر په ګډون ۳۵ ته وژل شوي دی.
هغه ویلي دي چې دا نښته د فبروري په ۱۵ مه نیټه پيل شوه چې وروسته د نښتو د مخنیوي په خاطر سیمې ته عسکر ولیږل شول.
د ویلو ده چې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې هم د چاد په سویل کې قابیا په سیمه کې ورته نښته رامنځته شوې وه چې په نتیجه کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان د چاد په سویل کې د هلبندونو پر سر اختلافاتو کرنیزو مځکو ته هم زیان رسولی دی او د کلونو کلونو راهیسې د مالدارانو او بزګرانو ترمنځه نښتې دوام لري.