د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د پنسلوانیا ایالت اړوند د فیلادلفیا په ښار کې وسله وال برید شوی دی.
1586030
د یاد شوي ښار امنیتي سرچینو ویلي دي چې د ښار شمال لوري ته د ښار ټرانسپورت د عمومي تم ځای ترڅنګ وسله وال برید شوی دی.
پدې برید کې ۷ تنه ټپیان شوي دي چې ټول د درملنې په موخه روغتون ته رسول شوي دي.
همداشان پولیسو د برید کوونکي د نیولو نه هم خبر ورکړی دی.
پولیسو په سیمه کې د برید کوونکي ترڅنګ د دوو وسلو د نیولو نه هم خبر ورکړی دی.
د برید کوونکي نه تحقیقات دوام لري.
د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي .