د ګرجستان لومړي وزیر جورجي ګاخاریا له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ګرجستان لومړي وزیر جورجي ګاخاریا له خپلې دندې استعفا وکړه.

1586070
د ګرجستان لومړي وزیر جورجي ګاخاریا له خپلې دندې استعفا وکړه.

 

ګاخاریا خپله استعفا په پلازمینه تفلیس کې په خبري غونډه کې اعلان کړه. هغه وویل چې د هیواد د اپوزیسیون  متحد ملي ګوند د مشر نیکا میلیا د نیول کیدو د پریکړې په مسئله کې د حکومت  غړیو ترمنځه اختلافات رامنځته شوي دي چې د همدې امله يي له دندې نه د استعفا کولو پریکړه وکړه.

هغه د متحد ملي ګوند د مشر په نیولو ډیره سخته نیوکه وکړه او وویل چې په هیواد کې سیاسي کړکیچ دوام لري او د متحد ملي ګوند د مشر د نیولو سره کیدای شي چې دا سیاسي کړکیچ لا پسې لوړ شي.

د بله پلوه د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د لومړي وزیر د استعفا د پریکړې نه وروسته د متحد ملي ګوند د مشر د نیولو پریکړه په موقتي توګه ځنډول شوې ده.

د ګرجستان د اساسي قانون له مخې واکمن ګوند باید د یوې اونۍ په دننه کې خپل نوی لومړی وزیر او کابینه وټاکي او د تایید په خاطر يي ولسمشر ته وړاندې کړي.

د بله پلوه د تفلیس د محکمې لخوا د اپوزیسیون ګوند د مشر د نیولو په پریکړې د لومړي وزیر سربیره نورو مخالفو ګوندونو هم ډیرې سختې نیوکې کړي دي.

د بله پلوه د متحد ملي ګوند مشر د نورو مخالفو ګوندونو د مشرانو سره د لیدنې نه وروسته په جوړه کړې خبري غونډه کې د محکمې لخوا د هغه د نیولو د حکم پر خلاف سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دا پریکړه به په رسمیت ونه پیژني. پولیسو ته به تسلیم نشي.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جون په ۲۰ مه نیټه د اوتادوکس پارلمانونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې د پارلمان استازي ګرجستان ته راغلي وو. د ګرجستان په پارلمان کې د لیدونو پر مهال د روسیې د کمونیست ګوند غړی او پارلمان وکیل سرګي ګاوریلوف د ګرجستان د پارلمان د رئیس په څوکۍ ناست وو چې دې خبرې د مخالفینو او هیوادوالو سخت غبرګون وپارو. ددې پیښې نه وروسته په زرګونو تنو د حکومت پر خلاف مظاهرې وکړې.

د ګرجستان محکمې د اپوزیسیون ګوند مشر خلک د حکومت پر خلاف د مظاهرې ته د تشویقولو په تور د نیولو حکم وکړ. وروسته هغه په ضمانت خوشې کړی شو.

د ګرجستان واکمن ګوند د لوی څارنوال په غوښتنه په پارلمان کې بیړنۍ غونډه وکړه او پدې غونډه کې پارلمان کې د متحد ملي ګوند د مشر د وکیلۍ  د لغوه کولو په خاطر رای اچونه وکړه. په رای اچونه کې په پارلمان کې د هغه وکیلۍ دنده لغوه کړه  چې ددینه وروسته د تفلیس محکمې د هغه د نیولو امر وکړ خو هغه پولیسو ته ځان تسلیم نکړ.

د ګرجستان لومړي وزیر په پارلمان کې د اپوزیسیون د ګوند د مشر د وکیلۍ د لغوه کولو او د محکمې لخوا د نیولو د حکم پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.



اړوند خبرونه