په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې په سیند کې د کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په کانګو کې د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په لویدیځ کې د مای ندومبي په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نادرکه شوي دي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د انساني مرستو د چارو وزیر ستیفي میبیکايي ویلي دي چې د هیواد په لویدیځ کې د مای ندمبي په سیند کې یو کښتۍ چې څه باندې ۷۰۰ تنه پکې سپاره ول په سیند کې ډوبه شوې ده .
هغه ویلي دي چې د پیښې نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې. څه باندې ۳۰۰ تنه ژوندي ژغورل شوي او د ۶۰ تنو مړي د اوبو نه راویستل شوي دي.
همداشان په سلګونو تنه لا درکه شوي دي چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.
هغه وویل چې ددې پيښې د مسئولین هر سړی به د حقوقو او قانون پر وړاندې حساب ورکوي. ددې پیښې عاملین به پرته د جزا پاتې نشي.
د ویلو ده چې پدې هیواد کې وخت نا وخته او په ځانګړې توګه د موسمي بارانونو په موسم کې دیته ورته پیښې رامنځته کیږي. ډیری پيښې د کښتیو د تخنیکي ستونزو او د خپل ظرفیت او توان نه د ډیرو مساپرو د انتقال له امله رامنځته کیږي.
ویل کیږي پدې هیواد کې د کافي لویو لارو او پخو سړکانو د نه شتون له امله ډیری خلک د ټرانسپورت او تګ راتګ په خاطر کښتیو ته ترجیح ورکوي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.