په کیوبا کې پوځي چورلکې سقوط وکړ
د کیوبا په ختیځ کې د هولګوین په ښار کې یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.
1574053
د انګلستان د خبري اژآنس د خبر له مخې د کیوبا د انقلابي وسله والو ځواکونو اړوند پوځي چورلکه چې د هولګوین د ښار نه د ګوانتانامو پر لورې روانه وه په لاره کې د رادار سره اړیکه پرې شوه.
چورلکه په هولګوین ښار کې لویدلې ده چې په نتیجه کې ۵ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي په پدې پيښه کې هیڅوک ژوندي ندي ژغورل شوي .
د چورلکې د لویدو لامل معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
د ویلو ده چې په کیوبا کې په ۲۰۱۸ کال کې هم یوې الوتکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې ۱۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.