په روسیه کې په ټرافیکي پيښه کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د روسیې د سامارا په سیمه کې مساپروړونکې بس او لارۍ سره وجنګیدل

1573903
په روسیه کې په ټرافیکي پيښه کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 په روسیه کې په ټرافیکي پیښه کې په  ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روسیې د سامارا په سیمه کې یو مساپروړونکی بس د یوې لارۍ سره وجنګید.

د پيښې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.

د روسیې د بیړني حالاتو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پدې پيښه کې لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه