امریکا نوي حکومت د تیر حکومت لخوا پر ځینو هیوادونو د وسلو د پلورولو قراردادونه وځنډول

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ټرمت په دوره کې  په بعضو هیوادونو د وسلو او پوځي تجهیزاتو د پلورولو قراردادونه ځنډولي دي.

1572685
امریکا نوي حکومت د تیر حکومت لخوا پر ځینو هیوادونو د وسلو د پلورولو قراردادونه وځنډول

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو تن جګپوړي چارواکي ویلي دي چې نوي حکومت ته څیړونو او ارزونو د فرصت ورکولو په خاطر بهرنیو چارو وزارت په ځینو هیوادونو د پوځي توکو او تجهیزاتو د پلورلو اړوند د لاسلیک شوو قراردادونو او مخامخ تجارت په چوکاټ کې د وسلو او تجهیزاتو ټرانسفر او پلورولو مسئلې په موقت ډول ځنډول شوي دي.

هغه ویلي دي چې دا مسئله د حکومتونو د بدلون پر مهال یوه عادي خبره ده.

همداشان دا مسئله د حکومت د شفافیت، ښې حکومتدارۍ  او امریکا د وسلو د پلورولو قابلیت، په ګډه د کار کولو او لا پیاوړو شراکتونو د رامنځته کولو په برخه کې ستراتیژیکو اهدافو ته د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

چارواکي ویلي دي چې ټول قراردادونه ځنډول شوي ندي یواځې د ټرمپ د حکومت په وروستیو شپو ورځو کې د متحده عرب اماراتو باندې پلورل شوو اف ۳۵ ډوله الوتکو او په سعودي عربستان په څیر په یو زیات شمیر هیوادونو باندې د وسلو پلورولو ته د اجازې ورکولو او پلورلو قراردادونه شتون لري.

د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ د خپل حکومت په وروستیو شپو ورځو کې پر متحده عرب اماراتو د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په بدل کې د اف ۳۵ جنګي الوتکو پلورولو ژمنه وکړه او قرارداد يي لاسلیک کړ.



اړوند خبرونه