امریکا د فلسطین سره پرې کړې مرستې له سره پيلیوي
امریکا د ټرمپ په دوره کې د فلسطین سره پرې کړې مرستې له سره پيلوي
د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر جو بایدن ویلي دي چې د پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ په دوره کې پر فلسطین پرې شوې مرستې به له سره پيل کړي او د دوو دولتونو حل لارې په خاطر به کار وکړی.
په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا د دایمې استازي سرپرست ریچارد میلس د امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې د بایدن حکومت د فلسطین سره مرستې چې د ټرمپ په دوره کې ځنډول شوې وې له سره پیلوي.
هغه وویل ددې ترڅنګ د ټرمپ په دوره کې په امریکا کې تړل شوې د فلسطین ډیپلوماتیک نماینده ګي به له سره پرانیستل شي. همداشان د فلسطین سره د مرستو پروګرام به له سره فعاله شي.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د منځني ختیځ په اړه د بایدن په سیاستونو کې د اسرائیل لپاره د سولې او امن فضا جوړول او ددې ترڅنګ په خپلو خپو ولاړ د یو مستقل او خپلواکه فلسطیني دولت د رامنځته کولو مسئله شتون لري. بایدن حکومت په سیمه کې د دوو خپلواکو دولتونو د حل لارې نه قوي ملاتړ کوي.
د فلسطین د ازادۍ سازمان په واشنګټن کې تړل شوې د فلسطین د ډیپلوماتیکې نماینده ګۍ له سره د پرانیستو پریکړې نه تود هر کلی وکړ.
د فلسطین د ازادۍ سازمان د اجرایوي شورا غړي احمد مجدلاني وویل چې د امریکا دا ګام یو ډیره مثبت او ښکلی ګام دی. دا ګام د امریکا د پخواني حکومت د خطاګانو د اصلاح کولو ښکاره بیلګه ده.