په برازیل کې د مساپروړونکي بس د چپه کیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند لاسه ورکړ
په برازیل کې د یو مساپروړونکي بس موټر د چپه کیدو په پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د برازیل د رسنیو د خبر له مخې ددې هیواد په شمال کې د پارا ایالت نه د هیواد په سویل کې د سنتا کاتارینا ایالت پر لورې روان یو مساپروړونکی بس موټر د ګوراتوبا په سیمه کې لاندې درې ته وغورځید.
ویل کیږي د بس په چپه کیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې پدې بس کې د دوو تنو چلوونکو او ۵۲ تنو مساپرو په ګډون ۵۴ تنو شتون درلود چې د بس د چپه کیدو په نتیجه کې ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پولیسو په وینا د ټپیانو د ۷ تنو روغتیايي حالت ډیر زیات باریکه دی او کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.
د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانس چورلکې او موټر او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې. ټپیان روغتونونو ته انتقال شول.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم پدې هیواد کې د فوټبالرانو د لیږد ځانګړې الوتکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.