په امریکا کې د قتل عام په څیر وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د اینډیانا پولیس په ایالت کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.
د ایندیانا پولیس د ایالت پولیسو مشر راندار ټایلور خبری رسنیو ته ویلي دي چې ددې ایالت په مرکز اینډیانا کې په یو خونړي وسله وال برید کې د یوې میندوارې میرمنې په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې دا پیښه د سهار په ۴ بجو رامنځته شوې ده . هغه ویلي دي چې د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې ددې خونړي برید په اړه راپور ترلاسه کړ. کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل یو ماشوم يي ټپي وموند. وروسته چې کله هغه کور ته چې د ډزو غږونه ترینه اوریدل شوي وو ننوتل د پڼځو تنو مړي ولیدل چې په وینو کې پراته ول.
د اینډیانا پولیس ایالت پولیسو دا پیښه پدې ایالت کې په تیرې یوې لسیزه کې تر ټولو د خونړۍ پيښې او قتل عام په توګه یاده کړې ده.
پولیسو ویلي دي چې ددې قتل عام لامل او عاملین تر اوسه پورې معلوم ندي خو د لومړنیو تحقیقاتو نه داسې ښکاري چې د هدفي او قصدي قتل عام وي. همداشان داسې ګمان کیږي چې دا برید د یو نه د تیرو برید کوونکو لخوا شوی وي.
د پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک ندي نیول شوي.