په برازیل کې د فوټبالرانو لیږدونکې الوتکې سقوط وکړ.

په برازیل کې الوتکې سقوط کړی

1570153
په برازیل کې د فوټبالرانو لیږدونکې الوتکې سقوط وکړ.

 

په برازیل کې د پالماس فوټبال ی ریګاتاس د فوټبال د لوبډلې د غړیو لیږدونکې الوتکې د الوتنې نه لنډه موده وروسته سقوط وکړ.

په پيښه کې په الوتکه کې موجودو ۶ تنو ټولو ژوند د لاسه ورکړ.

یادې شوې لوبډلې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پدې پیښه کې د لوبډلې  مشر او ۴ تنو فوټبالرانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې راغلي دي فوټبالرانو ځانګړې الوتکې د ګویانیا په ښار کې په مسابقه کې د ګډون په خاطر د پورتو ناسیونال د ښار نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته ولویده. په پیښه کې د لوبډلې مشر، ۴ تنو فوټبالرانو او پیلوټ په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې پدې پيښه کې هیڅوک ژوندي ندي ژغورل شوي .

د الوتکې د لویدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.


پيوندونه: #سقوط , #الوتکه , #برازیل

اړوند خبرونه