فرانسه کې پر مسلمانانو د محدودیت لګولو اړوند د قانون مسوده د پارلمان د ځانګړي کمیسیون لخوا تصویب شوه

په فرانسه کې مسلمانان د فشار او کنټرول لاندې د نیولو اړوند د قانون مسوده د پارلمان د ځانګړي کمیسیون لخوا تصویب شوه.

1569766
فرانسه کې پر مسلمانانو د محدودیت لګولو اړوند د قانون مسوده د پارلمان د ځانګړي کمیسیون لخوا تصویب شوه

د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په دویمه نیټه پارلمان ته وړاندې کړي د اسلام پالې بیلتون غوښتنې پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د قانون مسوده تصویب شوه. د ویلو ده چې دې قانون په ټوله نړۍ کې د سخت غبرګونونه پارولي وو. 

د فرانسې د پارلمان ځانګړي کمیسیون  ( د جمهوریت ارزښتونو ته د درناوي د لا پياوړتیا پرنیسیبونه ) تر نامه لاندې د قانو مسوده تصویب شوه.

ددې قانون له مخې به په فرانسه کې د مسلمانانو اړوند ټولې ملکي او مدني ټولنې، سازمانونه  او جوماتونه د کلک تعقیب او کنټرول لاندې ونیول شي. همداشان ددوې مالي چارې به د کلک کنټرول لاندې ونیول شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمانین د نوموړي قانون په اړه وویل چې " دا قانون یواځې د ننیو ستونزو د مخنیوي په خاطر نه بلکې د جمهوریت د ارزښتونو نه د دفاع په خاطر د راتلوونکو نسلونو لپاره  هم یو ډیر مهم قانون دی. "

همداشان هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې په فرانسه کې د ښي اړخو او کین اړخو افراطیت او تهدیدونو کچه لوړه شوې ده . دوي هم زمونږ بڼسټونه د ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ویلو ده چې ( جمهوریت ارزښتونو ته د درناوي د لا پياوړتیا پرنیسیبونه )  په نامه دا  قانون په فرانسه کې پر مسلمانانو د ژوند په هره برخه کې د محدودیت لګولو او په نادر ډول سره د رامنځته کیدونکو حالاتو نه د یو مزمن ستونزې په توګه د ښودولو له امله پرې ډیرې سختې نیوکې کیږي.

ددې قانون له مخې په ددینه وروسته په فرانسه کې جوماتونه او ددې جوماتونو د اداري چارو مسئول ملکي ټولنو او سازمانونو په چارو کې د مداخلې سربیره د ددوې مالي مسائل هم د کلک کنټرول لاندې ونیول شي.

همداشان پدې قانون کې  د مسلمانانو نه  د جنسیت له مخې د ډاکټرانو د ترجیح حق اخیستل کیږي. ددې ترڅنګ د فرانسې په ټولو دولتي مامورینو د سیکولریزم زده کړې جبرې کیږي.



اړوند خبرونه