د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې درنده چاودنه وشوه.

په اسپانیا کې چاودنه شوې

1567805
د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې درنده چاودنه وشوه.

 

د اسپانیا پلازمینې مادرید په مرکز کې په یوې ودانۍ کې ډیره درنده چاودنه وشوه. مادرید ښاروال ویلي دي چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپيان شوي دي.

د مادرید ښاروال ویلي دي چې چاودنه د مازیګر په ساعتونو کې رامنځته شوه. هغه ویلي  دي چې چاودنه د ګازو نللیکه د لیکیدو له امله رامنځته شوې ده .

همداشان عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه پدې ودانۍ کې د ګازو په نللیکه کې د تخنیکي ستونزې د رامنځته کیدو نه وروسته د جوړولو او کنټرول د چارو پر مهال چاودنه رامنځته شوه.

ویل کیږي دا ودانۍ په سیمه کې د لا پالوما د کلیسا اړوند وه. په ودانۍ کې د کلیسا راهبان اوسیدل.

د مادرید د ښار والي جوسې مانویل فرانکو پاردو ویلي دي چې چاودنه په یو شپږ پوړیزې ودانۍ کې رامنځته شوې ده چې ودانۍ ته يي ډیر زیات زیان اړولی دی.

په چاودنه کې یوې ۸۵ کلنې میرمنې او دوو تنو نارینو په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی. همداشان د ګازو د نللیکې تخنیکر لا درکه دی. همداشان پدې پيښه کې لس تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.

هغه ویلي دي چې د هغه ودانۍ چې چاودنه پکې رامنځته شوې ده شاوخوا ټولې ودانۍ د تدابیرو په خاطر تخلیه شوي دي.

ویل کیږي د هغه ودانۍ چې چاودنه پکې شوې ده ترڅنګ د زړو د پالنې مرکز او یو ښوونځی هم شتون لري خو له نیکه مرغه چې  په ښوونځي او زړو د پالنې په مرکز کې چاته زیان ندی اوښتی.



اړوند خبرونه