امریکا د سومالیا نه خپل ټول ځواکونه وویستل

امریکا متحده ایالتونو د سومالیا نه خپل ټول سرتیري وویستل .

1566275
امریکا د سومالیا نه خپل ټول ځواکونه وویستل

 

په افریقا کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ ویاند ډګروال کاریس کارنز د اشوشیتید پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې امریکا د سومالیا نه خپل ټول ځواکونه وویستل او دا ځواکونه يي ګاونډیو هیوادونو کینیا او جیبوتي کې ځای په ځای کړل.

ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې داسې ګونګوسې شتون لري چې  نوی منتخب ولسمشر جو بایدن  په پام کې لري چې د ځواکونو د ویستو په اړه د ولسمشر ټرمپ تصامیم لغوه کړي وویل ، دا په اصل کې تبلیغات دی او دا ډول ناسم تبلیغات سم کار ندی.

د ویلو ده چې امریکا پداسې حال کې د سومالیا نه خپل ټول سرتیري وویستل چې پدې هیواد کې پارلماني ټاکنو ته څو اونۍ پاتې دي.



اړوند خبرونه