په جرمني کې د مسیحیانو ډیموکراټ متحده ګوند د مرکل ځای ناستی وټاکه

په جرمني کې د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند په فوق العاده  کانګره کې نوی مشر وټاکه.

1564842
په جرمني کې د مسیحیانو ډیموکراټ متحده ګوند د مرکل ځای ناستی وټاکه

 

د جرمني د مسیحیانو ډیموکراټ متحده ګوند په فوق العاده کانګره کې آرمین لاشکټ د ګوند د مشر په توګه وټاکه.

د ویلو ده چې ددې سره د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ځای ناستی معلوم شو.

په جرمني کې د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند په فوق العاده کانګره کې درې تنو د مشرۍ لپاره ځانونه کاندید کړي وو. په ټاکنو کې د شمالي رین  ویست فالیا ایالت لومړي وزیر آرمین لاشکټ، د پارلمان پخواني وکیل فریدریک مرز او فدرال مجلس د بهرنیو چارو کمیسیون رئیس ناربرت روتګن ځانونه نوماند کړي وو.

د ټاکنو په لومړۍ پړاو کې د ۹۹۲ رایو نه  مرز ۳۸۵، لاشکټ ۳۸۰ ، روتګن ۲۲۴  رایي ترلاسه کړې. په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند ټاکل شوی  نصاب پوره نکړ.

ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

په دویم پړاو ټاکنو کې بیا لاشکت د ۹۹۱ رایو نه د ۵۲۱ رایو په ترلاسه کولو سره د ګوند د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په دویم پړاو ټاکنو کې مرز بیا ۴۶۶ رایې ترلاسه کړې او درې تنو استازو سپینې رایې وکارولې.

پدې ډول لاشکټ د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند ۹ مشر په توګه وټاکل شو.

آرمین لاشکټ  د جرمني تر ټولو د پر نفوسه د شمالي رین ویست فالیا ایالت لومړی وزیر دی.

همداشان نوموړي ددینه مخکې د یاد شوي ایالت د یووالي  وزیر او بیا وروسته  د مسیحیانو ډیموکراټ متحده ګوند د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده .

هغه د کډوالو په مسئله کې د لومړي وزیر اګیلا مرکل د خلاصو دروازو د سیاست تر ټولو ستر ملاتړ وو.

همداشان تل د ترکیې په اهمیت ټینګار کوي. هغه تل وايي چې ترکیه د جرمني لپاره یو ډیر مهم هیواد دی.

د ویلو ده چې نوموړی به د مرکل  ځای ناستی شي . د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې په پارلماني ټاکنو کې ګوند د یو اندازه رایو او ملاتړ د لاسه ورکولو نه وروسته ویلي وو چې په راتلوونکو ټاکنو کې به د مسیحیانو ډیموګراټ متحد ګوند مشرۍ او لومړۍ وزیرۍ دندې ته نومانده نشي.



اړوند خبرونه