د ټرمپ د کابینې یو بل وزیر هم د کانګرس پر ودانۍ د برید په غبرګون کې استعفا وکړه
د امریکا متحده ایالتونو د روغتیا او بشري خدماتو وزیر الکس آذر له خپلې دندې استعفا وکړه.
الکس اذر ویلي دي چې استعفا يي د جنوري په شپږمه د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ د برید په غبرګون کې کړې ده .
هغه ویلي دي چې د جنوري په ۱۲ مه نيټه ولسمشر ټرمپ ته په استولي لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په کانګرس باندې برید د امریکا په ډیموکراسۍ او په سوله ایزه توګه د واک د انتقال په دود باندې برید دی . دا په سوله ایزه توګه د واک د انتقال په دود چې د لومړي ځل لپاره امریکا نړۍ ته راوړلی دی برید دی.
هغه پدې لیک کې د ولسمشر ټرمپ نه غوښتنه کړې ده چې په ډیره صریح توګه هر ډول تاوتریخوالي وغندي او غوښتنه وکړۍ چې هیڅوک په واشنګټن یا بله سیمه کې د تاوتریخوالي د رامنځته کولو سره ګډوډي رامنځته کړي او د جنوري په شلمه نیټه واک په وسله ایزه توګه انتقال کړۍ.
د ویلو ده چې د جنوري په شپږمه نیټه د ولسمشر ټرمپ پلویانو په پلازمینه واشنګټن کې د هغه پر ملاتړ د جوړې کړې سترې مظاهرې پر مهال د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او د ۴ ساعتونو لپاره يي د کانګرس ودانۍ اشغال کړه.
د مسئلې په امریکا کې ډیر سخت غبرګونونه وپارول او پخپله د ټرمپ د حکومت یو زیات شمیر مهمو چارواکیو ددې برید پر غبرګون کې له خپلو دندو استعفا وکړه.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.