ټرمپ : د نه ختمیدونکو جګړو ختمولو ته ژمن یم
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلد ټرمپ وویل چې د دوامداره جګړو د ختمولو په اړه کړو ژمنو ته صادق دی.
1564099
ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ټولنیزې مډیا د رسمي حساب له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې په تیرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیره تر ټولو په ټیټه کچه کې قرار لري. په عینې ډول په عراق او سوریه کې هم د امریکايي سرتیرو شمیره تر ټولو ټیټې کچې ته رارسول شوې ده . هیڅوخت د نه ختمیدونکو جګړو د ختمولو په برخه کې کړو ژمنو ته ژمن یم او ژمن به پاتې شم.
ټرمپ زیاته کړې ده چې د خپلې دندې په اوږدو کې د عسکرو نه د ملاتړ له امله افتخار کوم. تر ننه پورې په پوځي برخو دوه نیم تریلیونه ډالره په مصرف رسولي دي.