په قزاقستان کې حکومت استعفا وکړه.

په قزاقستان کې د نوي حکومت د جوړولو په خاطر موجود حکومت استعفا وکړه

1564408
په قزاقستان کې حکومت استعفا وکړه.

 

په قزاقستان کې د جنوري په لسمه نیټه د پارلماني ټاکنو نه وروسته د لومړي وزیر عسکر مامین په مشرۍ حکومت د نوي حکومت د حوړولو په خاطر استعفا وکړه.

د قزاقستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان  له مخې ولسمشر قاسم جومرت توقایف  د حکومت د استعفا د منلو نه وروسته د هیواد د اساسي قانون له مخې د  نوي حکومت تر ټاکل کیدو پورې د موجودې کابینې د دندې د دوام په خاطر تقنیني فرمان لاسلیک کړ.

ددې فرمان له مخې د نوي حکومت تر جوړیدو به د لومړي وزیر عسکر مامین په مشرۍ حکومت خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې په قزاقستان کې  د جنوري د لسمې نیټې په پارلماني ټاکنو کې واکمن ګوند د ۷۱ عشاریه ۹ سلنه رایې، د سپیني لارې ډیموکراټ ګوند ۱۰عشاریه ۹۵ سلنه رایې او قزاقستان  د خلکو ګوند بیا ۹ عشاریه ۱۰ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره پارلمان ته لار پيدا کړه.



اړوند خبرونه