د امریکا ولسمشر دونلد ټرمپ د دویم ځل لپاره استیضاح شو
ډونلد ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د خپلې کاري دورې پر مهال دویم ځل لپاره استیضاح کیږي.
د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس ولسمشر ټرمپ د دویم ځل لپاره استیضاح کړ.
د امریکا د استازو مجلس دا ځل ولسمشر ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د برید او اشغال ته د مظاهره کوونکو د تحریک او هڅونې په تور استیضاح کړ.
د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د جنوري په ۱۳ مه نیټه د چار شنبې پر ورځ د ټرمپ د استیضاح په خاطر په عمومي غونډه کې رای اچونه وکړه.
په رای اچونه کې د ۱۹۷ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۳۲ رایو سره د ترمپ د استیضاح پریکړه لیک تصویب شو.
ویل کیږي ځینو جمهوریت پلوو وکیلانو هم د ټرمپ پر خلاف رای وکاروله.
د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ نه د امریکا د امنیت لپاره د ګواښ په توګه یادونه وکړه او هر څه ژر يي هغه له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
ټرمپ پداسې حال کې استیضاح کیږي چې د هغه د دندې د مودې پایته رسیدو ته یواځې ۶ ورځې پاتې دي.
د استازو مجلس مشرې پلوسي لومړی د ولسمشر ټرمپ د مرستیال مایک پنس نه د اساسي قانون د ۲۵ مې مادې د پلي کولو او ولسمشر ټرمپ له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
هغه پنس ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی وو او ویلي وو چې پدې موده کې ټرمپ له دندې د نه ګوښه کولو په صورت کې به هغه استیضاح کړي.
مایک پنس د ولسمشر ټرمپ د دندې نه د ګوښه کولو نه ډډه وکړه او وویل چې دا اقدام د امریکا په ګټه ندی.
ددې پرمختګ نه وروسته نانسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح په خاطر رای اچونه وکړه او هغه يي استیضاح کړ.
د ټرمپ استیضاح په اړه پریکړه لیک سنا مجلس ته استول شوی دی. پدې سند کې راغلي دی چې ټرمپ د ملي امنیت، ډیموکراسۍ او اساسي قانون لپاره ستر ګواښ دی او ددې ګواښ د مخنیوي په خاطر باید هغه ته نور د کار اجازه ورنکړل شي.
خو دا چې جمهوریت پلوی ګوند په سنا مجلس کې اکثریت په لاس کې لري داسې ښکاري چې د ټرمپ د دندې د مودې د پوره کیدو نه مخکې پدې اړه کوم اقدام ونکړي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.