د امریکا د استازو مجلس د مایک پنس نه د ولسمشر ټرمپ له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه
د امریکا د استازو مجلس د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس نه هر څه ژر ولسمشر ټرمپ له دندې د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د استازو مجلس د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره د مایک پنس نه د اساسي قانون د ۲۵ مې مادې د عملي کولو او ولسمشر ټرمپ له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده .
پدې پریکړه لیک کې چې د ۲۰۵ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۲۳ موافقو رایو سره تصویب شوې ده راغلي دي چې دونلد ټرمپ د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د مسئولیتونو د اجرا کولو توان نلري.
د امریکا د استازو مجلس ویلي دي چې د مایک پنس لخوا ټرمپ له واکه د نه ګوښه کولو په صورت کې به استازو مجلس ټرمپ استیضاح کړي.
د ویلو ده چې د مایک پنس ددې پریکړه لیک نه مخکې د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ته د یو لیک په استولو سره ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ به له دندې نه ګوښه نکړي.
هغه ویلي دي چې فکر نکوي چې د اساسي قانون د ۲۵ مې مادې عملي کول د هیواد ګټو او یا اساسي قانون سره سم ګام وي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.