د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو درمنځه درې اړخیزه غونډه وکړه

د روسیې، اذربایجان او ارمنستان مشرانو د قره باغ سیمه د اقتصادي پلوه د بیا رغونې او بڼسټیزو پروژو په اړه ګډه غونډه وکړه.

1561910
د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو درمنځه درې اړخیزه غونډه وکړه

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د اذربایجان ولسمشر الهام علي او ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په کرملین کې لیدنه وکړه. دا درې اړخیزه غونډه چې په  کرملین ماڼۍ کې جوړه شوې وه پوره څلور ساعته يي دوام وکړ.

د غونډې نه وروسته ګډه اعلامیه خپره شوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د قره باغ د سیمې د اقتصادي د بیارغونې او ارتباطاتو د ټینګولو او بڼسټیزو پروژو پراختیا په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ددې چارو په چوکاټ کې به د درې واړو هیوادونو مرستیال لومړي وزیرانو په مشرۍ کاري ډله جوړه شي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف هم  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په دوه په دوه لیدنه کې دا اعلامیه لاسلیک کړه او ددې اعلامیې په اهمیت يي ټینګار وکړ.

هغه وویل چې اذربایجان د ۳۰ کلونو نه وروسته د ارمنستان له لارې نهچیوان خودمختاره جمهوریت ته لار پیدا کوي.

همداشان ددې په مقابل کې ارمنستان هم د اذربایجان د خاورې د لارې کولی شي چې روسیې او ایران بازارونو ته لار پيدا کړي.

علي یف وویل چې اذربایجان به د نهچیوان له لارې د ترکیې بازارونو ته هم لاس رسی پيدا کړي. ددې ترڅنګ ترکیه او روسیه به د ریل ګاډي د پټلۍ سره ونخلول شي.



اړوند خبرونه