د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو درمنځه درې اړخیزه غونډه پیل شوه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف او ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره د قره باغ په مسئلې د خبرو په خاطر په مسکو کې لیدنه پیل کړه.

1561395
د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو درمنځه درې اړخیزه غونډه پیل شوه

 

د روسیې په غوښتنه په جوړه شوې  درې اړخیزه غونډه کې پوتین، علي یف او پاشینیان  د قره باغ په اړه په شوو تړونونو او د سیمې په وروستي وضعیت خبري وکړي. د ویلو ده چې د قره باغ د  اوربند نه وروسته دا لومړنۍ مخامخ درې اړخیزه غونډه ده.

ویل کیږي پدې غونډه کې  د قره باغ په اړه د لاسلیک شوي درې اړخیز تړون د تطبیق په بهیر او د سیمې موجودو ستونزو  ته د حل لپاره لپاره په اوچتیدونکو ګامونو سلامشورې وشي.

د کرملین لخوا د خپور شوي بیان له مخې پدې غونډه کې  به په نښتو کې ضرر لیدونکو وګړو سره د مرستې، سوداګرۍ، اقتصاد او ټرانسپورت په مسلو او پرمختګونو خبرې وشي.

همداشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د درې اړخیزې غونډې نه وروسته  د اذربایجان او ارمنستان د مشرانو سره جلا جلا لیدنې هم وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین درې اړخیزې غونډې په پرانیست وینا کې د علي یف او پاشینیان نه مننه وکړه او وویل چې د روسیې د منځګړتوب د هلو ځلو یواځنی هدف په سیمه کې د اوربند تداوم او استقرار ټینګښت دی.



اړوند خبرونه