د امریکا د استازو مجلس : د ټرمپ د استیضاح بهیر به ګړندی کړي
د امریکا د استازو مجلس مشره : د مایک پنس لخوا ولسمشر ټرمپ له دندې نه د نه ګوښه کولو په صورت کې به د ټرمپ د استیضاح بهیر پيل کړو
د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس مشرې د ډیموکراټ ګوند غړې نانسي پلوسي وویل چې د ولسمشر مرستیال مایک پنس لخوا ولسمشر دونلد ټرمپ له دندې د نه لرې کولو په صورت کې به په بیړنۍ توګه د ټرمپ د استیضاح بهیر پیل کړي.
هغې یو ځل بیا په مایک پنس غږ وکړ چې د اساسي قانون ۲۵ ماده پلې کړي او ولسمشر ټرمپ له واکه لرې او د حکومت مشري په غاړه واخلي.
نانسي پلوسي د استازو په مجلس کې ډیموکراټانو ته په استولي لیک کې ، د جنوري په شپږمه د کانګرس په ودانۍ د برید او اشغال د مسئول ولسمشر دونلد ټرمپ د استیضاح د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.
پلوسي ویلي دي چې د اساسي قانون د ۲۵ مې مادې د پلي کولو په خاطر چې له مخې به يي مايک پنس ولسمشر ټرمپ له واکه لري کړي لومړی د دوشنبې په ورځ به د قانون مسوده د استازو مجلس ته وړاندې کړي.
دا به معلومه کړي چې دا مسوده د رایو په اکثریت سره تصویبږي او که نه. د رایو په اکثریت نه د نه تصویبیدو په صورت کې به دا مسوده د سې شنبې په ورځ د استازو مجلس عمومي غونډې ته وړاندې او تصویب کړي.
پدې مسوده کې مایک پنس ته ولسمشر ټرمپ له دندې نه د لرې کولو په صورت ۲۴ ساعته مهلت ورکول کیږي. مایک پنس ته د ورکړ شوي مهلت په دننه کې ټرمپ له دندې نه د نه لرې کولو په صورت کې به د ټرمپ د استیضاح بیړنی بهیر پيل شي.
پلوسي په لیک کې د ټرمپ د استیضاح په اړه د رای اچونې دقیقه نیټه نده ښودلې خو ګمان کیږي چې دا رای اچونه د ۲۰ د شلمې نیټې نه مخکې ترسره شي.
پلوسي ډیموکراټانو ته په استولي لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې " مونږ باید په اضطراري ډول عمل وکړو، ځکه چې دا ولسمشر قریب الوقوع خطراتو نه ډک دی. زمونږ پر ډیموکراسۍ باندې ددې ولسمشر د هجوم وحشت شدت نیولی چې د همدې امله باید چټک عمل وکړو."
د ویلو ده چې په ټرمپ باندې د خپل ګوند یعنې ځیني جمهوریت پلوو سناتورانو هم د استعفا کولو غږ کړی دی.
د امریکا د قوانینو له مخې د استازو مجلس ولسمشر د معلومو ځینو سرغړونو له امله د هغه د استیضاح بهیر پيلولی شي. همداشان څارنوالي ولسمشر د ترسره کړو سرغړونو تورونه لګوي او د سنا په مجلس کې بیا محاکمه کیږي.
د ویلو ده چې د امریکا د استازو مجلس د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۸ مه نیټه هم ولسمشر دونلد ټرمپ د دندې نه د ناوړه استفادې او کانګرس د چارو پر وړاندې د خنډونو جوړولو په تور استیضاح کړی وو. د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۶ مه نيټه د سنا مجلس بیا په ټرمپ لګول شوو تورونو له امله هغه ته برائت ورکړ.