ټرمپ : د بایدن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوم

بایدن د ټرمپ لخوا د هغه د لوړې په مراسمو کې د ګډون د نه کولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود

1560202
ټرمپ : د بایدن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوم

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ وویل چې د نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د لوړې مراسمو کې به ګډون ونکړي.

جو بایدن بیا د ټرمپ ددې پریکړې په ځواب کې وویل چې یوه ښه او پر ځای پریکړه ده ، ځکه چې هغه د هیواد لپاره د شرم سرچینه ده.

بایدن وویل چې  د جنوري په ۲۰ نیټه د لوړې په مراسمو کې  نه غواړي چې ټرمپ ګډون وکړي خو پدې مراسمو کې د ولسمشر د مرستیال مایک پنس ګډون به دې ته افتخار ورپه برخه کړي.

بایدن دا څرګندونې وروسته د هغه وکړې چې ټرمپ اعلان وکړ چې د جنوري په شلمه د بایدن د لوړې په مراسمو کې به ګډون ونکړي.

بایدن په دلاور ایالت کې د خپلې کابینې د نوو غړیو د معرفي په مراسمو کې د لوړې په مراسمو کې د ټرمپ د نه ګډون د پریکړې په اړه ارزونې وکړې.

هغه وویل چې د ټرمپ لخوا زما د لوړې په مراسمو کې د  ګډون د نه کولو پریکړه ډیره پر ځای او ښه پریکړه ده. ځکه چې هغه د هیواد لپاره د شرم او خجالت سرچینه ده. نه غواړم چې ټرمپ پدې مراسمو کې ګډون وکړي. خو پدې مراسمو کې د مایک پنس ګډون به زما لپاره ویاړ وي.

بایدن د جنوري د شپږمې په پيښه کې د یو تن پولیس د وژل کیدو له امله د هغه کورنۍ ته تسلیت او خواخوږي وړاندې کړه او وویل چې ددې پيښې عاملینو نه به خامخا حساب وپوښتي.

همداشان بایدن د هغه پوښتنې په ځواب چې په کانګرې د برید  د پیښې نه وروسته د ټرمپ د استیضاح په اړه  څه نظر لرۍ وویل، زما د چارو په لومړیتوب کې د کرونا ویروس پر خلاف مبارزه، واکسین او اقتصادي مسئلې شتون لري. د استیضاح مسئله د کانګرس کار دی او پدې اړه وروستۍ پریکړه به هم کانګرس کوي.



اړوند خبرونه