په روسیه کې د زړو د پالنې په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده

په روسیه کې د زړو د پالنې په مرکز کې د اورلګیدنې له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1560521
په روسیه کې د زړو د پالنې په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده

 

د روسیې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د نوموړي هیواد د تومن په ښار کې په یوې د زړو د پالنې په یو مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي د زړو د پالنې دې مرکز چې په غیرې قانوني توګه فعالیت کولو د اورلګیدنې لامل پکې معلوم ندی.

ویل کیږي پدې پیښه کې ۷ تنه د لوګي له امله د مسمومیدو نه وروسته ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه ټپي ژغورل شوي دي.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویل دي چې د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.


پيوندونه: #اورلګیدنه , #روسیه

اړوند خبرونه