په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۳۸۳۰ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1558827
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۲۰۷۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۸۲ زره او ۶۴۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۳۸۳۰ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۸۷۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه  میلیون ۱۶۴ زره او ۴۰ تنو  ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۳۳۰۳    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۵  میلیونه   ۴۹۸ زره او ۲۱۰ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه