په سومالیا کې په پوځي کتار خونړی برید وشو.

د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې چاودنه شوې

1559293
په سومالیا کې په پوځي کتار خونړی برید وشو.

 

د سومالیا د پلازمینې موګادیش د خودان په ولسوالۍ کې د سهار په ساعتونو کې د قومندان محد عبدالرحمان  د موټرو په کتار بمي برید وشو.

پدې برید کې قومندان عبدالرحمان ته زیان ندی رسیدلی خو د دوو تنو سرتیرو په ګډون ۷ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې تیره ورځ په پلازمینه موګادیش کې د موګادیش د پولیسو د ویاند پر موټر هم چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی وو.

د پولیسو ویاند ته پدې برید کې زیان نه وو اوښتی.

د ویلو ده چې د الشباب ترهګری سازمان په سوماليا کې وخت نا وخته پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کوي.



اړوند خبرونه