په سپینه ماڼۍ کې د استعفاګانو څپه پیل شوې
په امریکا متحده ایالتونو کې تیره ورځ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس په ودانۍ د برید کولو او د کانګرس ودانۍ د اشغالولو په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ درې تنو چارواکیو له خپلو دندو استعفا وکړه.
په سپینه ماڼۍ کې د لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ د قلم مخصوص رئیسې ستیفیني ګریشام له خپلې دندې استعفا وکړه.
میرمن ګریشام ویلي دي چې د یوې مودې راهیسې مې په سپینه ماڼۍ کې په ډیرې خوښۍ سره دنده ترسره کړې چې د وروستیو پيښو له امله مې د استعفا کولو پریکړه وکړه.
همداشان د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې سارا میتیوز او د سپینې ماڼۍ د ټولنیزو چارو رئیس ریکي نیستا له خپلو دندو استعفا وکړه.
د بله پلوه امریکايي رسنیو ویلي دي چې په سپینه ماڼۍ کې به د استعفاګانو څپې پیل شي.
ځینو رسنیو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار روبیرت اوبراین، د ملي امنیت د سلاکار مرستیال او سپینې ماڼۍ د قلم مخصوص مرستیال هم له خپلو دندو نه استعفا کولو ته اماده ګي نیولې ده ادعاء کړې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ د ټرمپ پلویانو پداسې حال کې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په کانګرس کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نهايي وروستۍ پایلې اعلانیدې.
د ټرمپ پلویانو د امنیتي کمربند په ماتولو او د ټولو موانعو نه په تیریدو سره د کانګرس ودانۍ منځ ته ننوتل او ودانۍ ته په زیان رسولو پیل وکړ.
د کانګرس ودانۍ يي د څو ساعتونو لپاره اشغال کړه. وروسته د امریکا ملي ګارډ ځواکونو مداخله وکړه او د کانګرس ودانۍ يي د اشغال نه وژغورله.
پدې پيښه کې ۴ تنه د ټرمپ پلویانو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۴ تنه پولیس ټپیان شول. همداشان ۵۲ تنه د ټرمپ پلویان نیول شوي دي.