په امریکا کې د ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ برید

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس ودانۍ د ولسمشر ډونلد ټرمپ د پلویانو لخوا  د اشغال  نه وژغورل شوه .

1559093
په امریکا کې د ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ برید

 

د کانګرس ودانۍ پداسې حال کې د ټرمپ د پلویانو لخوا اشغال شوه چې د نوامبر په ۳ مه نیټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د کانګرس لخوا په رسمي توګه تاییدلې.

د کانګرس غړیو د غونډې د پیلولو نه وروسته د ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او ودانۍ ته ننوتل.

ټرمپ په زرګونو تنه پلویانو چې  په پلازمینه واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ په مخکې راټول شوي وو وروسته د پولیسو د ټولو موانعو نه په تیریدو سره کانګرس ته ننوتل او کانګرس ودانۍ يي اشغال کړه.

د کانګرس د ننۍ غونډې مشري د ټرمپ مرستیال مایک پنس کوله چې هغه د امنیتي دلایلو له امله د کانګرس ته خوندي ځای ته انتقال کړی شو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ خپلو پلویانو کورونو ته ستانه شۍ غږ وشو. هغه په خپلو پلویانو د پولیسو سره مرسته وکړۍ او په سوله ایزه توګه مظاهرو ته دوام ورکړۍ غږ وکړ.

د بله پلوه د امریکا د کانګرس په ودانۍ د برید پر مهال او بهر د مظاهرو په ترڅ کې د ټرمپ ۴ تنه پلویانو په ډزو کې وژل شوي او ۵۲ تنه نور نیول شوي دي.

د واشنګټن د پولیسو مشر روبیرت کونټي ویلي دي چې د کانګرس د ودانۍ د پيښو پر مهال ټپي شوې میرمنې په روغتون کې ساه ورکړه. پدې پيښو کې جمعآ ۴ تنه مړه شوي چې دوه يي میرمنې او دوه تنه یي نارینه دي. هغه ویلي دي چې نوموړو ټولو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

همداشان د کانګرس د ودانۍ ترڅنګ چاودیدونکي توکي هم موندل شوي دي.

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د تیر ماښام د ۶ بجو نه وروسته  د شپې  ګرځبندیز اعلان شو.

همداشان د شاوخوا ښارونو نه په سلګونو تنه پولیس پلازمینې واشنګټن ته راغوښتل شوي دي.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرې د اشغالولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل  چې دا پيښې د امریکا په تاریخ کې  بې ساري دي. هیڅکله هم داسې پيښه نده رامنځته شوې. هغه د ټولو مظاهره کوونکو او د کانګرس اشغالوونکو نه غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر د کانګرس اشغال ته د پای ټکی کیږدي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

همداشان هغه د ټرمپ نه غوښتي چې د تلویزیون په پرده راښکاره شي او خپلو پلویانو نه د کانګرس اشغال د پایته رسولو غوښتنه وکړي. بایدن ویلي دي چې دا اعتراض ندی په اصل کې شورش دی.

همداشان د پنسلوانیا ایالت والي ټام والف په واشنګټن کې د ټرمپ د پلویانو لخوا پر کانګرس د برید او اشغال نه د کودتا د تشبث په توګه یادونه کړې ده .

د بله پلوه د نیویارک والي اندریو کوومو د خپل ټویټر پاڼې له لارې ویلي دي چې د امریکا د ملي ګارد په  غوښتنه  مې د نیویارک ښار  ۱۰۰۰ تنه ملي ګارد سرتیري د دوو اونیو لپاره په پلازمینه واشګټن کې په دنده وګمارل .



اړوند خبرونه