د امریکا متحده ایالتونو کانګرس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بایدن بری په رسمي توګه تایید کړ.
د امریکا کانګرس د بایدن لخوا ترلاسه شوې ټولې الکټرال کالج رایې تایید کړې
1559141
د امریکا کانګرس چې تیره ورځ د ټرمپ د پلویانو د برید نه وروسته غونډه په نیمايي کې پرې کړې وه نن له سره جوړه کړه او د منتخب ولسمشر جو بایدن بری يي تایید کړ.
په کانګرس کې رای اچونه وشوه چې په نتیجه کې د بایدن بری تایید شو.
د امریکا کانګرس د ولسمشر د مرستیال مایک پنس په مشرۍ غونډه وکړه. په غونډه کې د ډیموکراټ ګوند نوماند او منتخب ولسمشر جو بایدن ترلاسه کړې الکټرال کالج رایې تایید کړې. د امریکا کانګرس وویل چې جو بایدن پدې ټاکنو کې ۳۰۶ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې جو بایدن به د جنوري په ۲۰ مه نیټه د موجود ولسمشر دونلد ټرمپ نه واک تسلیم شي.
د بله پلوه د امریکا موجود ولسمشر دونلد ټرمپ د کانګرس لخوا د بایدن د بري د تاییدولو نه وروسته اعلان وکړ چې واک به په سوله ایزه توګه بایدن ته انتقال کړي.