د داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا په عراقي ځواکونو برید وکړ.
داعش ترهګرې ډلې په عراق او سوریه کې یو ځل بیا په بریدونو لاس پورې کړی
د عراق د کرکوک په ښار کې پر امنیتي ځواکونو د بمي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کرکوک د ښار د پولیسو ویاند امیر نوري خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ښار په سویلي برخه کې د داکوک د ولسوالۍ تر څنګ د البوشهاب کلي کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د ریموټ کنټرول په واسطه برید وکړ.
هغه ویلي دي چې دا برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی چې په نتیجه کې درې تنه سرتیري مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.
د پیښه نه وروسته په سیمه کې د پلټنې او تصفیې عملیات پیل شوي دي چې دا عملیات به دوام وکړي.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې د جنوري په ۲۱ مه نیټه د عراق د دیالا په ولایت کې هم په امنیتي ځواکونو برید کړی وو چې په نتیجه کې ۱۱ تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان داعش ترهګرې ډلې د سوریې د حسکه په ښار کې هم په یو زیات د برید سره ګنشمیر کوردي ځواکونه وژلي او یو زیات شمیر نور يي یرغمل نیولي دي.
دا پدې وروستیو کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په عراق او سوریه کې ترسره شوي تر ټولو ستر بریدونه دي.