حوثي‌ یاغیانو په متحده عربي‌ اماراتو د برید مسئولیت په غاړه واخیست

حوثي‌ یاغیانو ویاند : د ابوظبي‌ په هوايي ډګر ، د تیلو په تصفیه خانې او مهمو تاسیساتو مو بریدونه کړي‌ دي

1764037
حوثي‌ یاغیانو په متحده عربي‌ اماراتو د برید مسئولیت په غاړه واخیست

حوثي‌ یاغیانو د متحده عربي اماراتو په پلازمینې ابوظبي‌ د ننیو بریدونو مسئولیت په رسمي‌ ډول په غاړه واخیست.

د حوثي‌ یاغیانو پوځي‌ ویاند یحیی سریع ویلي دي‌ چې په متحده عربي‌ اماراتو يي نني‌ عملیات د امریکا – سعودي‌ او اماراتو د تیري‌ په ځواب کې ترسره کړي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې  د ددوې سمندري‌ ځواکونو د اماراتو په هوايي ډکرونو، د مصافه د تیلو په د تصفیې په مرکز او یو شمیر نورو مهمو او حساسو ځایونو او تاسیساتو بریدونه کړي‌ دي.

دا عملیات د پنځو بالستیک توغندیو او ګنشمیر بې پیلوټه الوتکو سره ترسره شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ددوې دا عملیات په ډیر بریالیتوب سره خپل هدف ته رسیدلي‌ دي.

ویاند وویل چې پر متحده عربي‌ اماراتو به بریدونه لړۍ جاري‌ وساتي‌ . همداشان هغه خبرداری ورکړ چې د خپلو هدفونو ساحه به پراخه کړي.

د ویلو ده چې نن متحده عربي‌ اماراتو په پلازمینه ابوظبي‌ کې د تیلو په ټانکرانو د بې پیلوته الوتکو سره د برید نه خبر ورکړ. په برید کې درې تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه