د یمن پوځ د شبوه په ولایت کې د حوثي یاغیانو وروستۍ قلعه د عین ولسوالۍ هم ونیوله.

د یمن پوځ حوثي یاغیانو ته یو بل ګوزار ورکړ

1759914
د یمن پوځ  د شبوه په ولایت کې د حوثي یاغیانو وروستۍ قلعه د عین ولسوالۍ هم ونیوله.

د یمن پوځ د هیواد په سویل ختیځ کې د شبوه په ولایت کې د حوثي یاغیانو وروستۍ قلعه د عین ولسوالۍ هم ونیوله.

د یمن د مشروع حکومت امنیتي سرچینو ویلي دي چې د یمن وسله والو پوځ ځواکونو د شبوه په ولایت کې د ایران  د قوي ملاتړ نه برښمند د حوثي یاغیانو په وروستۍ قلعه او سنګر د عین پر ولسوالۍ عملیات ترسره کړل او دا ولسوالي هم د حوثي یاغیانو نه ونیوله.

د پوځ ځواکونو په ولسوالۍ کې د پټو شوو حوثي یاغیانو د نیولو او ولسوالۍ په کامله توګه د تصفیه کولو په خاطر د پلټنې عملیات پیل کړی دی.

د سرچینې په وینا د عین د ولسوالۍ د نیولو سره د شبوه ولایت په کامله توګه د یمن د پوځ تر کنټرول لاندې راغلی. د شبوه ولایت د نفتو د زیرمو له پلوه د یمن تر ټولو بډایه ولایت دی.

حوثي غیانو د عین ولسوالۍ د لاسه ورکولو نه وروسته مارب او البیضاء ښارونو ته په شا شوي دي.

حوثي یاغیانو تر اوسه پورې ددې پرمختګ په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې حوثي یاغیانو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د شبوه ولایت د بیخان، عین او عسیلان ولسوالۍ  نیولي وې. د یمن پوځ د جنوري په لومړۍ نیټه د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د عین او عسیلان ولسوالۍ بیرته نیولې وې او عین ولسوالۍ پاتې وه چې دا ولسوالۍ هم ونیوله.


پيوندونه: #پوځ , #حوثي یاغیان , #یمن

اړوند خبرونه