د عراق لومړی وزیر : د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د عراق نه وتلي دي
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد د نړۍوال ائتلاف ماموریت پایته رسیدلی او د هیواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر بشپړ شوی دی.
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد د نړۍوال ائتلاف ماموریت پایته رسیدلی او د هیواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر بشپړ شوی دی.
الکاظمي ویلي دي چې د نړۍوال ائتلاف دنده اوس یواځې د امریکا او عراق ترمنځه د ستراتیژیکو مذاکراتو د نتایجو په رڼا کې د عراقي ځواکونو نه ملاتړ او مشوره ورکول دي.
هغه ویلي دي چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد د نړۍوال ائتلاف پوځي ماموریت پایته رسیدلی دی او ددې هیواد نه د ټولو بهرنیو ځواکونو او د هغوې د جنګي تجهیزاتو د وتو بهیر بشپړ شوی دی.
الکاظمي د داعش سره د مبارزې له امله د نړۍوال ائتلاف د غړیو هیوادونو، ګاونډیو او متفقو ټولو هیوادونو نه مننه کړې ده . هغه ویلي دي چې عراقي ځواکونه د خپلو خلکو نه دفاع کولو ته چمتو دي.
د ویلو ده چې د داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د عراق موصل، صلاح الدین او الانبار ولایتونه په کامله توګه او د دیالا او کرکوک ولایتونو ځیني برخې ونیولې.
ددینه وروسته د امریکا په مشرۍ د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف یو ائتلاف جوړ شو او عراق ته راغلل. عراقي ځواکونو ددې ائتلاف په ملاتړ دا سیمې بیرته د داعش ترهګرې ډلې نه ونیولې.
داعش ترهګره ډله نن ورځ هم په عراق کې محدود فعالیت لري خو په کامله توګه له منځه نده تللې.
عراق او امریکا د روان کال د جولای په میاشت کې د کال تر پایته ټول بهرني ځواکونه د عراق نه د ویستو په اړه سره په تفاهم رسیدلي وو.
ائتلافي ځواکونو د دسمبر په نهمه نیټه په عراق کې خپل پوځي ماموریت پایته ورسو او ددې هیواد نه په وتو پیل وکړ .