اسرائیل پر سوریې ګنشمیر توغندیز بریدونه کړي دي.

اسرائیل د سوریې تر ټولو په ستر تجارتي بندر بریدونه کړي

1753492
اسرائیل پر سوریې ګنشمیر توغندیز بریدونه کړي دي.

 

اسرائیل د سوریې د لاذقیه پر بندر کې بریدونه کړي دي. پدې بریدونو کې د لاذقیه په بندر کې د په لسګونو کانټرانو د لمنځه تلو سربیره شاوخوا ودانیو ته هم د پام وړ زیان اوښتی دی.

د بله پلوه د سوریې دولتي خبري رسنیو ویلي دي چې نن سه شنبه د دسمبر ۲۸ مه نیټه اسرائیل د لاذقیه په بندر توغندیز بریدونه کړي دي. دا بریدونه د کانټرانو په امبار شوی دي. همداشان پدې بریدونو کې شاوخوا ودانیو هم د پام وړ زیان اوښتی دی.

پدې بریدونو کې یو تجارتي مرکز او یو روغتون هم زیانمند شوي  دي.

همداشان د سوریې رسنیو ویلي دي چې ځینو توغندي ددوې دفاعي  سیستم په هوا کې شنډ کړي دي.

د بله پلوه د سوریې د اسد رژیم د دفاع وزارت ویلي دي چې د اسرائیل ددې تیرو او بریدونو په نتیجه کې ډیر زیات مالي زیانونه رامنځته شوي دي. د اوښتو زیانونو دقیقه شمیره لا معلومه نده په اړه يي تحقیقات دوام لري.

د ویلو ده چې د روانې میاشتې په دننه کې دا دویم ځل دی چې اسرائیل د لاذقیه په بندر برید کوي.



اړوند خبرونه