په یمن کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۱۰ تنو حوثي جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړ شوی
عرب ائتلاف : په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۳۱۰ تنه حوثي جنګیالي وژلي دي
د یمن د حکومت ملاتړي د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف په مارب ولایت کې پر ایران پلوه حوثي یاغیانو د هوايي بریدونو په نتیجه کې د ۳۱۰ تنو حوثي جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
عرب ائتلاف د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن د مارب په ولایت کې د حوثي یاغیانو پر خلاف ۳۶ هوايي عملیات ترسره کړي دي.
د بیان له مخې پدې عملیاتو کې ۳۱۰ تنه حوثي جنګیالي وژلي او ۲۸ پوځي نقلیه وسایط له منځه وړل شوي دي.
حوثي یاغیانو بیا د عرب ائتلاف ددې څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده په یمن کې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د ایران د قوي ملاتړ نه برښمند حوثي یاغیانو د مشروع حکومت پر خلاف د کودتا په کولو سره د پلازمینې صنعا په ګډون ځیني سیمې ونیولې. د یمن مشروع حکومت د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزې لپاره د خلیج هیوادونو نه پوځي مرستې غوښتنه وکړه.
خلیج هیوادونو د یمن د مشروع حکومت دې غوښتنې ته د لبیک په ویلو سره د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف جوړ کړ او د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې په یمن کې د حکومت پر ملاتړ د حوثي یاغیانو پر خلاف جګړه پيل کړه.
یمن د تیرو څه باندې ۷ کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې د اور په لمبو کې سوځي. حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان د بالستیک او انتحاري ډرون الوتکو سره بریدونه کوي.
عرب ائتلاف هم د حوثي یاغیانو ددې بریدونو په ځواب کې بیا د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې په سیمو هوايي بریدونه کوي.