سعودي‌ عربستان په کابل کې د سفارت قونسلي‌ فعالیتونه له سره پيل کړل

سعودي‌ عربستان  په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانیستو نه وروسته د قونسلي‌ چارو څانګه فعاله کړه.

1741353
سعودي‌ عربستان په کابل کې د سفارت قونسلي‌ فعالیتونه له سره پيل کړل

 سعودي‌ عربستان  په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانیستو نه وروسته د قونسلي‌ چارو څانګه فعاله کړه.

د سعودي‌ عربستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  " سعودي‌ عربستان په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانیستو نه وروسته د قونسلي‌ چارو څانګه فعاله کړه. د قونسلي‌ چارو څانګې د نوامبر د ۳۰ مې د سې شنبې د ورځې نه په اعتبار سره په رسمي‌ فعالیت پيل وکړ . "

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې سعودي‌ عربستان حکومت دا پریکړه افغانانو ته د قونسلي‌ خدماتو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو او پدې اړه د هغوې د غوښتنې د پر ځای له مخې کړې ده .د ویلو ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سعودي‌ عربستان د سفارت او قونسلي‌ چارو د څانګې د پرانیستو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي‌ وویل چې سعودي عربستان سفارت په پلازمینه کابل کې قونسلي‌ خدمات پيل کړل.

هغه ویلي‌ وو چې د سعودي‌ عربستان ۱۴ تنه ډیپلوماټان د تیرې سې شنبې په ورځ کابل ته راستانه شوي‌ دي. هغه ویلي‌ وو چې مونږ سعودي‌ عربستان ډيپلوماټانو ته ښه راغلاست وایو او د هغوې ددې پریکړې قدرداني‌ کوو.

د ویلو ده چې سعودي‌ عربستان د نوامبر په ۲۹ مه نیټه د افغانستان  په  بشري‌ وضعیت  د غور په موخه د اسلامي‌ همکاریو د تشکیلاتو بیړنۍ غونډه راوبلله .

ریاض حکومت ویلي‌ دي چې دا غونډه به د پاکستان د وړاندیز سره سم د دسمبر په ۱۷ مه نيټه جوړه شي.



اړوند خبرونه