په لیبیا کې د کډوالو یوه ستره فاجعه رامنځته شوه.

په لیبیا کې په لسګونو تنو ناقانونه کډوالو ژوند دلاسه ورکړ

1736542
په لیبیا کې د کډوالو یوه ستره فاجعه رامنځته شوه.

 

 د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د دوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي چې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د اروپا پر لورې روانه وه په سمندر کې ډوبه شوه.

پدې پیښه کې ۷۵ تنه په سمندر کې د ډوبیدو په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی او ځیني کډوال چې په ډیره ښه توګه په لامبو وهلو پوهیدل د خپلو هڅو په نتیجه کې ژوغورل شوي دي.

یاد شوي  سازمان د ژغورل شوو کډوالو  له قوله لیکلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷۵ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پدې پیښه کې ۱۵ تنه کډوال د خپلو هڅو په نتیجه کې ژغورل شوي دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي دي چې د وروستۍ فاجعې سره سم سږ کال په منځنۍ مدیترانه په سمندر کې د ژوند  لاسه ورکوونکو ناقانونه کډوالو شمیره تر ۱۳۰۰ تنو واوښته.



اړوند خبرونه