سعودي په مشرۍ عرب ائتلاف په صنعا کې د سپاه پاسدارن او حزب الله ځواکونو په پټ مرکز هوايي برید کړی

د سعودي‌ عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف په یمن کې د حوثي‌ یاغیانو په مراکزو او موضع ګانو د درندو بریدونو نه خبر ورکړی دی.

1735378

عرب ائتلاف ویلي دي‌ چې د یمن د صنعا په ښار کې د  سپاه پاسداران او حزب الله د ځواکونو په یو مهم پټنځای او الدیلمي‌ په هوايي هډې پراخه بریدونه کړي‌ دي.

پدې بریدونو کې د اوښتي‌ مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې عرب ائتلاف ویلي دي‌ چې نن پنجشنه د سهار په وختي‌ ساعتونو کې  د حوثي یاغیانو د بالستیک توغندیو او انتحاري‌ ډرون الوتکو د بریدونو په ځواب کې د صنعا، صعده ، ذمار او  الجوف په ښآر کې د حوثيانو پر مرکزونو او پټنځایونو پراخه هوايي بریدونه کړي‌ دي.

پدې بریدونو کې د حوثي یاغیانو اړوند د وسلو او مهماتو یو زیات شمیر ډیپوګان او پټنځایونه له منځه وړي دي. د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو کې چاودنې رامنځته شوي‌ دي.

همداشان عرب ائتلاف د حوثي‌ یاغیانو اړوند د یوې انتحاري‌ ډرون الوتکې چې د سعودي‌ عربستان د ابها پر هوايي ډګر د برید په موخه لیږل شوې وه د کشف او په هوا کې له منځه وړو نه خبر ورکړی دی.

حوثي یاغیان په یمن کې د خپل کنټرول لاندې د سیمو نه وخت نا وخته پر سعودي‌ عربستان د بالستیک توغندیو او انتحاري‌ ډرون الوتکو بریدونه کوي.

اړوند خبرونه