داعش په عراق کې پر ملکي‌‌ وګړو خونړی برید کړی

داعش ترهګرې ډلې د عراق د دیالا په ښار کې  پر ملکي‌ وګړو خونړی برید وکړ.

1725429
داعش په عراق کې پر ملکي‌‌ وګړو خونړی برید کړی

داعش ترهګرې ډلې د عراق د دیالا په ښار کې  پر ملکي‌ وګړو خونړی برید وکړ.

د عراق  خبري رسنیو ویلي‌ دي‌ چې داعش ترهګرې ډلې د دیالا اړوند د رشاد په کلي‌ کې پر ملکي‌ وګړو خونړی برید کړی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ لږه ۱۱ تنه مړه  او ګڼشمیر  کسان ټپیان شوي‌ دي.

عراقي‌ چارواکیو ددې برید په اړه څه ندي ویلي.

ټپیان روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.


پيوندونه: #داعش , #برید , #دیالا , #عراق

اړوند خبرونه