په لبنان کې د تیرې ورځې د پیښو په اړه لږ تر لږه ۹ تنه ونیول شول.
لبنان ولسمشر : " هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر هیواد اسیر ونیسي. "
د لبنان ولسمشر میشل اون تیره ورځ په پلازمینه بیروت کې د رامنځته شوو پيښو په اړه وویل چې " هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر هیواد اسیر ونیسي. "
د لبنان ولسمشر په پلازمینه بیروت کې د تیرې ورځې د وسله والو نښتو او رامنځته شوو پيښو په اړه د ملي تلویزیون له لارې هیوادوالو ته وینا وکړه.
هغه وویل چې د هیواد پوځ او امنیتي ځواکونو د د امنیت د استقرار او ټینګښت په خاطر خپله دنده او مسئولیت اجراء کړی دی. تیره ورځ په بیروت کې امنیتي ځواکونو د قضايي قوې د حکم د پر ځای کولو په خاطر مداخله کړې ده .
هغه وویل چې " هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د خپلو شخصي ګټو او منافعو په خاطر هیواد اسیر ونیسي. په لبنان کې وسلې باید د خبرو او مذاکراتو ځای وننیسي.
په لبنان کې د حقوقو لوړوالی او ټولې ستونزې باید د دولتي ادارتو لخوا حل شي. ددې پيښو د اصلي مسئولینو د موندولو پورې به تحقیقات دوام وکړي . ددې پیښو اصلي مسئولین به د خپلو اعمالو په جزا ورسو.
د بله پلوه د لبنان وسله والو ځواکونو په بیروت کې د تیرې ورځې د پيښو په تړاو د ۹ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی."
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په بیروت کې د حزب الله ډلې او امل غورځنګ د بیروت په بندر کې د سترې چاودنې د څیړولو پر خلاف پراخه مظاهرې پيل کړې وې چې امنیتي ځواکونو سره يي وسله واله نښته وکړه. پدې نښته کې ۷ تنه مړه او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.