د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي‌ مرستیال ونیول شو

عراقي‌ ځواکونو د ابوبکر البغدادي‌ مرستیال او د داعش مالي‌ چارو مسئول نیولی دی

1717775
د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي‌ مرستیال ونیول شو

د عراق لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي‌ د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي‌ د مرستیال د نیولو نه خبر ورکړ.

د عراق لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي‌ ویلي دي‌ چې عراقي‌ ځواکونو  د البغدادي‌ مرستیال  د هیواد د پولو نه بهر د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

الکاظمي‌ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې عراقي‌ ځواکونو د هیواد د پولو نه بهر د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ابوبکر البغدادي‌ مرستیال او د داعش ترهګرې ډلې د مالي‌ چارو مسئول سامي‌ جاسم  ونیو.

الکاظمي‌ د سامي‌ جاسم د نیولو د ځای په اړه څه ندي ویلي.

 

 

 

 

 


پيوندونه: #سامی جاسم , #داعش , #عراق

اړوند خبرونه