سعودي عربستان د عمرې حج لپاره خپل نوي شرايط اعلان کړل
سعودي عربستان : یواځې هغه کسانو ته به چې دوه ډوزه د کرونا ویروس واکسین يي کړی وي د عمر حج لپاره اجازه ورکړي
سعودي عربستان ویلي دي چې د نوي ډول کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې به یواځې هغه کسانو ته چې د کرونا ویروس دوه ډوزه واکسین يي کړي وي د عمرې حج د زیارت لپاره اجازه ورکړي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اکتوبر د لسمې نیټې نه په اعتبار سره به یواځې هغه کسانو ته چې دوه ډوزه د کرونا ویروس واکسین يي کړي وي د عمرې د حج ، مسجدالاحرام او مسجدالنبوي کې د عبادت اجازه ورکړي.
همداشان هغه کسانو چې د عمرې د حج لپاره يي اجازه ترلاسه کړې ده او دوه ډوزه واکسین يي نوي کړي د عمرې حج ته د سفر نه مخکې لږ تر لږه ۴۸ ساعته مخکې باید دویم ډوز واکسین ترسره کړي.
په بیان کې راغلي دي چې د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ په اړه تدابیر په دومداره توګه د بدلیدیو په حال کې دي او نوي تغیرات به د هیواد روغتیايي ادارات وخت په وخت د ټولو سره شریک کړي.
د ویلو ده چې سعودي عربستان د اګست په میاشت کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې د میاشتې دوه میلیونو تنو د عمرې د حج لپاره د اجازه ورکولو نه خبر ورکړی وو.