په تونس کې د دوو مساپروړونکې ریل ګاډو د جنګیدو له امله په لسګونو تنه مساپر ټپیان شوي دي.
په تونس کې دوه مساپر وړونکې اورګاډي سره جنګیدلي دي
1716545
د تونس د اوسپنیزو پټلیو د ملي ادارې ویاند حسین میادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پنجشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه.
هغه وویل چې پيښه پلازمینې ته نږدې د میګرین ریاض ستیشن ته نږدې رامنځته شوې ده .
د حرکت په حال کې مساپروړونکې اورګاډي د ولاړ یو ریل ګاډي سره ټکر کړی دی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.
د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته په لسګونو امبولانسونه ، د ژغورنې او روغتیايي ډلې د پيښې سیمې ته استول شوي دي.
هغه ویلي دي چې د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او د معلومولو په خاطر يي سیمې ته څیړنیزه ډله استول شوې ده .