په تونس کې یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.
په تونس کې د پوځي چورلکې د لویدو له امله ۳ تنو پوځیانو ژوند لاسه ورکړی
1715538
د تونس د دفاع وزارت ویاند محمد ذکري خبري رسنیو ته ویلي دي چې قابس په ولایت کې یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ چې په نتیجه کې درې تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې د چورلکې د سقوط لامل معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې د پيښې د لامل د معلومولو په خاطر یوه پوځي څیړونکې ډله سیمې ته استول شوې ده .
هغه ویلي دي چې پيښه کې تیره شپه د تطبیقاتو پر مهال رامنځته شوې ده .