د تونس ولسمشر پارلمان فسخه او لومړی وزیر له دندې ګوښه کړ

د تونس ولسمشر قیس سعید د ۳۰ ورځو لپاره د پارلمان ټول صلاحیتونه فسخه کړل او د وکیلانو و مسئونیت حق يي وځنډو.

1680155
د تونس ولسمشر پارلمان فسخه او لومړی وزیر له دندې ګوښه کړ

 

د تونس ولسمشر قیس سعید لومړی وزیر هاشم المیشیشي له دندې ګوښه کړ او ویلي دي‌ چې د هغه پر ځای به پخپله لومړی وزیر وټاکي‌ او صلاحیتونه به ورته ورکړي. همداشان ولسمشر ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې اداري‌ فساد او ترسره شوو بډو د رابرسیره کولو په خاطر به پخپله د لوی څارنوال دنده هم په غاړه واخلي.

د تونس ولسمشر دا پریکړه د پوځ د قومندانانو او امنیتي‌ اداراتو د مسئولینو سره د لیدنې نه وروسته د یو ویدیويي پیغام له لارې اعلان کړه.

هغه په خپور کړي‌ پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې تونس تالان ، چور او چپاول د اور په لمبو کې سوځي. هیواد ددې وضعیت نه د ژغورولو په خاطر ځینو بیړنیو تدابیرو ته مجبور شو.

هغه د نوم په نه اخیستو سره وویل چې ځیني‌ ډلې د هیواد په بعضو سیمو کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو په خاطر پيسې راټولوي.

هغه وویل دا تدابیر باید یو څو میاشتې مخکې نیول شوي‌ وای. د  تدابیرو تصمیم  د پارلمان د رئیس رشید الغنوشي  او لومړي‌ وزیر هاشم المشیشي‌ سره د سلامشورو نه وروسته  نیول شوی دی.

هغه ویلي‌ دي چې ددې پریکړې په چوکاټ کې د پارلمان ټول صلاحیتونه د ۳۰ ورځو لپاره فسخه کولو او د وکیلانو د مسئونیت حقونه د ځنډولو پریکړه کړې . موجود لومړی وزیر هاشم المشیشي له دندې ګوښه کړی او پر ځای يي د نوي‌ لومړي‌ وزیر د ټاکلو پریکړه کړې ده . همداشان ولسمشر ویلي دي‌ چې د یو فرمان په صادرولو سره به دا پریکړې او تصامیم سمدلاسه عملي‌  او نافذ کړي.

د ویلو ده چې په تونس کې ټول هوايي ډګرونه او سرحدي‌ دروازې تړل شوي‌ دي.

پوځ د بعضو سیاسینو په نیولو پيل کړی دی.

د تونس د پارلمان رئیس الغنوشي د ولسمشر ددې پریکړو نه د ښکاره کودتا په توګه یادونه کړې ده .

الغنوشي‌ په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې تونس به په مصر ثاني‌ او قیس سید ته به اجازه ورنکړي‌ چې د سیسي‌ په څیر د کودتا له لارې واک او اختیار په لاس  کې واخلي.

هغه ویلي دي‌  چې هیڅوک په ډیموکراتیکه توګه انتخاب شوي‌ پارلمان  د فسخه کولو او لومړي‌ وزیر له دندې نه د ګوښه کولو صلاحیت نلري. پارلمان او لومړی وزیر بر حاله دي.

الغنوشي‌ یو ځل بیا د تونس خلک د ډیموکراسۍ د ټینګښت او تاسیس په خاطر سوله ایزو مظاهرو او مبارزې ته راوبلل.

د بله پلوه د تونس د ولسمشر لخوا د پریکړو د اعلانولو نه وروسته په ځینو سیمو کې خلک لارو او کوڅو ته راوتلي‌ او خوښۍ تظاهرات کوي.

د ویلو ده چې په تیرو میاشتو کې په تونس کې د حکومت او مخالفو ګوندونو پر خلاف پراخه مظاهرې شوې وې او خلکو په ځانګړې توګه د واکمن ګوند پر مرکزونو بریدونه کړي‌ وو.



اړوند خبرونه