سعودي عربستان د عمرې د زیارت سیزن نن رسمآ پيل کړ
سعودي عربستان د حج د مراسمو د پایته رسیدو نه وروسته د نن نه په اعتبار سره د عمرې سیزن رسمآ پیل کړ.
1679723
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د مسجدالاحرام د چارو د مرستیال سعد بن محمد المحیمد وویل چې مسجدالاحرام د نوي ډول کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې د عمرې د زیارت کوونکو نه هر کلي ته چمتو دی.
هغه وویل چې د عمرې د زیات مینه وال کولای شي چې د نن نه په اعتبار سره د ( اعتمرنا) د پروګرام له لارې ثبت نام وکړي او وړاندې وکړي.
د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې د حج مراسم د تیرې جمعې پر ورځ رسمآ پایته ورسیدل.
د ویلو ده چې د حج سږني مراسم هم د تیر کال په څیر د ډیرو محدودو حاجیانو په ګډون ترسره شول.
سعودي عربستان سږ کال یواځې ۶۰ زرو تنو تنو حاجیانو ته چې پخپله په سعودي عربستان کې ژوند کولو د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړې ده .