عراق لومړی وزیر: عراقي‌ ځواکونو د خپل وطن نه د دفاع پوره وړتیا لري

د عراق لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي وویل د خپل هیواد نه پخپله دفاع کولی شي‌ او بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نلري

1679779
عراق لومړی وزیر: عراقي‌ ځواکونو د خپل وطن نه د دفاع پوره وړتیا لري

د عراق لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي وویل د خپل هیواد نه پخپله دفاع کولی شي‌ او بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نلري.

هغه دا څرګندونې د اسوشیتید پرس خبري‌ اژانس سره په مرکه کې کړي‌ دي.

هغه پدې مرکه کې د  مهمو مسئلو او  عراق د پالیسۍ او امریکا سره د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

د ویلو ده چې کاظمي‌ دا مرکه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره د لیدنې نه یوه اونۍ مخکې کړې وه.

هغه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د داعش پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري. په اصل کې عراق د داعش پر خلاف په یواځې ځان جنګیدلی شي او مبارزه کولای شي‌ . مونږ امریکا ته هیڅډول اړتیا نلرو.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې ملا ماته کړې ده او په کوتۍ کې ځای کړي‌ دي.

عراق اوس د خپل ځان نه په یواځې ځان دفاع کولای شي‌ او د امریکا موجودیت ته اړتیا نلري.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د عراق نه د امریکا او بهرنیو ځواکونو د وتو وخت رارسیدلی دی او که نه؟ وویل ، په راتلوونکې اونۍ کې به پدې مسئلې  د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره وغږیږي. مونږ د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په بهیر خبرې وکړو. دا تصمیم د امریکا پورې اړوند دی چې خپل ځواکونه بل هیواد ته لیږي‌‌ او که کور ته يي ستنوي.

هغه وویل چې عراقي‌ ځواکونه نن ورځ د خپل وطن نه د دفاع پوره وړتیا لري او بهرنیو ځواکونو موجودیت ته اړتیا نشته.

دا چې بهرنیو ځواکونو د داعش پر خلاف زمونږ سره مرسته او ملاتړ کړی دی مونږ ترینه مننه کوو.

د ویلو ده چې د امریکا پخواني‌ ولسمشر ډونلد ټرمپ د افغانستان او عراق نه د خپلو ځواکونو د ویستو پریکړه کړې وه.

هغه ویلي‌ وو چې په عراق کې موجود څه باندې ۳۰۰۰ تنه امریکایي سرتیري‌ به خپل وطن ته ساتنه کړي. په عراق کې دم ګړۍ ۲۵۰۰ تنه امریکايي سرتیري‌ شتون لري.



اړوند خبرونه