په تونس کې د کډوالو د کښټۍ د ډوبیدو سره ستره فاجعه رامنځته شوه
د تونس په سویل ختیځ کې د مدنین ښار په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د تونس د مدنین ښار د سرې میاشتې مسئول مونجي سلیم خبري رسنیو ته ویلي دي چې مدنین ولایت په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
هغه ویلي دي چې د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې . د ژغورنې ډلو ۳۶۶ تنه کډوال ژوندي ژغورلي او د ۱۷ تنو مړي يي د اوبو نه راویستي دي.
هغه ویلي دي چې ژغورل شوي او ددې پيښې قربانیان ټول د بنګلادیش د هیواد وګړي دي.
هغه ویلي دي چې ژغورل شوي کډوال د مدنین په ولایت کې د کرونا ویروس د قرنطین په یو مرکز کې قرنطین شوي دي.
د ویلو ده چې د افریقا په شمال کې تونس او لیبیا اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ په برخه کې د دهلیز موقف لري. کډوال ددې هیوادونو له لارې اروپا ته د تیریدو هڅه کوي.
هر کال په زرګونو تنه کډوال د لا ښه ژوند په خاطر اروپا ته د رسیدو په موخه د تونس او لیبیا د سواحلو نه په قاچاقي توګه اروپا ته د تیریدو هڅه کوي.
د کډوالو ځیني اروپا ته رسیږي او ډیری برخه يي بیا د سمندري پيښو ښکار کیږي.
د ملګروملتونو سازمان د کډوالۍ کمشنرۍ ویلي دي چې د روان میلادي کال د پیل نه د مې د میاشتې تر ۴ مې نیټې په مدیترانه کې تر ۵۰۰ تنو ډیرو کډوالو اروپا ته د تګ په لاره کې په سمندر کې ژوند د لاسه ورکړی دی.