د عراق په پلازمینه بغداد کې اختر شپه د ماتم او ویر په شپې بدله شوه.
په بغداد کې په یو بازارکې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د چاودنې له امله څه باندې ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په بغداد کې د یو بازار په دننه کې چې په سلګونو تنه د اختر په خرید بوخت ول ډیره زوروره چاودنه وشوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه او تر ۶۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د بغداد روغتیا وزارت ویلي دي چې چاودنه د بغداد په ختیځ کې د صدر ښار الوحیلات په بازار کې رامنځته شوې ده .
چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوه چې په سلګونو تنه د اختر لپاره د جامو او د اړتیا وړ نورو توکو په رانیولو او اختر لپاره په تیاریو بوخت ول.
عراقي مقاماتو ویلي دي چې په پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۶۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
په بازار کې د ژغورنې او پلټنې چارې دوام لري. کیدای شي چې د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د عراق ولسمشر برهم صالح د نوموړي برید په غبرګون کې ویلي دي چې په بغداد کې د لوی اختر د عرفې پر ورځ پر ملکي وګړو یو ځل بیا ډیر وحشیانه او ظالمانه برید وشو.
هغه ویلي دي چې د عراق دښمنان یوه شیبه د عراق د خلکو د خوښۍ زغم نلري. هغه ویلي دي چې د ترهګرو د ریښو د وچو پورې به د ترهګرۍ پر خلاف زمونږ مبارزه دوام وکړي